پکتیا کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ اړوند ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۱ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن یو شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات لاسته راغلل.