هلمند کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۷ ترهګر طالبان ووژل شول
نن، هوايي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز او نادعلي ولسوالۍ اړوندو سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز په دې برېدونو کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.