غزني کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۸ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني ولایت مرکز او مالستان ولسوالۍ اړوندو سیمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون، ۱۸ طالب ترهګر ووژل شول او ۵ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.