په کابل کې د شهید برید جنرال سهراب عظیمي او د هغه د ملګرو جنازې مراسم د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په شتون کې تر سره شول

s.mohmand
Sat, Jun 19 2021 11:54 AM
په کابل کې د شهید برید جنرال سهراب عظیمي او د هغه د ملګرو جنازې مراسم د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په شتون کې تر سره شول

د شهید برید جنرال سهراب «عظیمي» او د هغه د ۲ ملګرو جنازې مراسم د ملي دفاع وزارت د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین «ضیاء», جنرالانو, افسرانو، د پخواني حکومت لوړ پوړو چارواکو، د ولسې جرګې استازو او د شهیدانو د کورنیو د محترمو غړو په شتون کې نن د سردار محمد داود خان په روغتون کې تر سره شول.

برید جنرال سهراب «عظیمي» په ۱۳۹۳ کال کې د ترکې هېواد له ملي پوځي اکاډمۍ څخه د دوهم بریدمن په رتبه فارغ شو، په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز د امریو سره سم د لومړي بریدمن او تورنۍ رتبو ترفیع وکړه او په ۱۳۹۹ کال کې د ملي دفاع وزیر د امريې مطابق د جګړنۍ رتبې ته ترفیع ورکړل شوه.

شهید «عظیمي» د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې د سرښندونکو، ارزښتناکو او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو له امله د ۱۴۰۰/۳/۲۷ د وسلوال پوځ د لوی درستیز د امریې مطابق د ډګرمنۍ رتبې ته ترفیع وکړه، د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ نوموړي ته د ډګروالۍ او برید جنرالۍ رتبې ورکړل شوې.

برید جنرال سهراب «عظیمي» د هېواد او خلکو د دفاع په لار کې د ۱۴۰۰/۳/۲۷ د سنګر ملګرو سره یو ځای د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې په شهادت ورسیدل.

Latest news

Sun, Jan 26 2025 6:10 PM
Background image

The Acting Minister of National Defense Met with The Iranian Foreign Minister and his Accompanying Delegation

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid,” Acting Minister of National Defense, hosted Iranian Foreign Minister Sayed Abbas Araghchi along with his delegation in his office today.

During the. . .

Thu, Jan 23 2025 3:44 PM
Background image

The Deputy Ambassador of Qatar met with the Defense Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan.

Mawlawi Mohammad Yaqoob "Mujahid" Minister of National Defense of the IEA, received the Deputy Ambassador of Qatar, Mr. Murdaf al-Qashouti, at his office in Kabul today.

He appreciated. . .

Wed, Jan 22 2025 5:06 PM
Background image

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid”, Acting Minister of National Defense, Meets with Saudi Ambassador

The Acting Minister of National Defense held a meeting with Mr. Faisal Talaq al-Baqmi, the Royal Ambassador of Saudi Arabia to Kabul at his office today.

During this meeting, the. . .

BACK TO NEWS