هرات کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۱۲ ترهګر ووژل شول
نن غرمه دفاعي او امنیتي ځواکونو د هرات ولایت فارسي ولسوالۍ اړوند "حاجي اقا" کلي کې پر طالب ترهګرو ګډ عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو "ملا غلام حضرت" او "ملا محمد هجرت" په ګډون ۱۲ ترهګر ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز د دښمن ۷ موټر سایکل له منځه یوړل شول.