هلمند کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان په ګډون ۳۳ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند «سربند» سیمه او «۶۰۱» نمبر لويې لارې په اوږدو کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان «سعید» په ګډون، ۳۳ ترهګر ووژل شول، ۲۲ تنه نور ټپيان شول، یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات یې له منځه یوړل شول.
همدا راز طالب ترهګرو په یاده ولسوالۍ کې د ملکي او پوځي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۱۵ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.