جوزجان کې ۱۴ طالب تروریستان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د جوزجان ولایت     منګجک او قوش تیپې ولسوالیو اړوندو سیمو کې پر طالب تروریستانو عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۱۴ طالب تروریستان ووژل شول، د دښمن ۴ موټر سایکل، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

په دې عملیاتو کې د طالب تروریستانو یو موټر بم چې د یاد ولایت منګجک ولسوالۍ پر مرکز یې د برېد هدف درلود، موخې ته له رسیدو مخکې د ملي اردو ځواکونو له لورې له منځه یوړل شو.

ملي اردو ځواکونو د دغه موټر بم په له منځه وړلو سره د یوې خونړۍ پیښې مخه ونیوله او د لسګونه کسانو ژوند يې وژغوره.