تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۳ طالبان ووژل شول, ۵۸ ټپیان شول او ۹ تنه ونیول شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۸۳ طالبان ووژل شول, ۵۸ ټپیان شول او ۹ تنه ونیول شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي. د دې په خواکې ۱۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، غزني، زابل، ارزګان, جوزجان, هلمند, تخار او کندز ولایتونو کې وژل شوي, ټپیان شوي او نیول شوي دي.