نورستان کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۱ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته
تېره شپه هوايي ځواکونو د نورستان ولايت دوآب ولسوالۍ اړوند «کورګل» سېمه کې پر طالب ترهګرو هوايې بريدونه ترسره کړل.
چې په پايله کې ۸ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن یو شمېر پټنځایونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.