غزني کې ۱۶ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ  دفاعي امنیتي او کومانډو ځواکونو، د هوایي قواوو په ملاتړ، د غزني ولایت مرکز "ارزو خورد او ارزو کلان" اړوند سیمو کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.

په پایله کې ۱۶ طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه قرارګاه  او  یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۲۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د یاد ولایت  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.