‏ ملي دفاع وزارت د ملي اردو شهیدانو د محترمو کورنیو لپاره د مرستو لوی پروګرام دوهم پړاو په # لغمان کې پیل کړ

s.mohmand

ملي دفاع وزارت د ملي اردو شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستو لوی پروګرام په چوکاټ کې د #لغمان په ولایت کې د خوړو توکو بستې وویشل شوې.

د ملي دفاع وزارت د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د مرستو دغه لوی پروګرام په ټول هېواد کې دوام لري.

د دې برنامې پر بنسټ د ملي اردو شهیدانو محترمو کورنیو ته د خوړو توکو بشپړې کڅوړې وویشل، د معظمو شهیدانو د کورنیو پوښتنه وشوه او د ملي دفاع وزارت د لوړ پوړو چارواکو له لوري د شهیدانو کورنیو ته ډاډګیرنه ورکول کیږي.