کندهار کې ۳۱ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت ارغنداب، ژیړۍ، شاه ولیکوټ او میوند ولسوالیو کې طالبانو پر وړاندې عملیات تر سره کړل.
د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۱ طالبان ووژل شول او ۱۹ نور ټپيان شول.
همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
د دې پخوا کې ۶۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو یادو ولسوالیو کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو انجینرۍ ټيم له لوري کشف او د سیمې څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.