پکتیکا کې د ۵ طالب ترهګرو مرګ ژوبله

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې، ۲ طالبان ووژل شول، ۳ تنه ټپیان، د دښمن ۳ موټر سایکل، ۲ میله وسلې، ۴ دوربین، د دهشکې ۴۰۰ مرمۍ، د پیکا۱۲۰۰ مرمۍ، د راکټ ۱۶ مرمۍ او د هاوان ۱۱ مرمۍ د دفاعي ځواکونو لاسته راغلي.

همدا راز طالب ترهګرو په یاده ولسوالۍ کې د ملکي او نظامي کسانو د تګ راتګ په لاره کې د موټرو ضد ۷ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.