کندز کې ۷ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند په «پل خشتي» او «مومن آباد» کلیو کې عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې، ۷ طالبان ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول.
همدا راز د دښمن، ۲ موضع وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او یادې سېمي د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې.