کاپیسا کې د القاعده ۱۶ غړو په ګډون ۳۰ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په دوام، د قومانډو او هوايي ځواکونو په ملاتړ د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اړوند په «افغانیه دره» کې عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې د القاعده ډلې اړوند ۱۶ پاکستاني ترهګرو په ګډون، ۳۰ طالب ترهګر ووژل شول او ۶ تنه ټپیان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شوې او د افغانیه درې اړوند د حاجیان، خلیفه ګان، ذاکر خیل کوچک او بداخیلو کلي په بشپړه توګه د دښمن له شتون څخه پاک شول.

په سېمه کې علمیات دوام لري.