ننګرهار کې د ۳ برېدونو مخه ونیول شوه

s.mohmand

ملي اردو ځواکونو د پوځي عملیاتو په دوام سره نن ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو ترهګریز بریدونو مخه ونیوله.

ترهګرو طالبانو غوښتل ۳ فشاري ماینونه یاد ولایت شېرزادو ولسوالۍ " طوطو" کلي کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي، د ملي اردو  ځواکونو  د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او خنثی شول.

هېواد دفاعي او امنیتي ځواکو دغو چاودنو  مخنیوي سره لسګونو هېوادوالو  ژوند وژغورل شول.