په غزني ولایت کې د طالبانو د ځانمرګو واسکټونو د جوړیدو  مرکز او د ځانمرګو بریدګرو اوسیدځای ویجاړ او د عربي، پاکستاني او تاجیکستاني تروریستانو په ګډون ۲۲ ترهګر ووژل شول 

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت KKA ځواکونو، د غزني ولایت د "ده یک" ولسوالۍ د "ده یک" په کلي کې د کمانډویي عملیاتو په ترڅ کې، د طالبانو یوه قرارګاه، د ځانمرګو واسکټونو د جوړېدو  مرکز او ددغې ډلې د ځانمرګو بریدګرو اوسیدځای ویجاړ کړل چې په پایله کې، د ۶ عربي، ۲ پاکستاني او ۲ تاجیکستاني تروریستانو په ګډون، ۲۲ ترهګر ووژل شول او ۳ نور یې ونیول شول. 

په دې عملیاتو کې، د "شهباز خان" په نامه د ځانمرګو بریدګرو د لوجستیک مسوول هم ونیول شو. 

همداراز، د ملي اردو ځواکونو د دښمن ۱۶ ځانمرګي واسکټونه او ۱۶ ټنه چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.