په بادغیس کې ۱۵ کلي د طالبانو له شتونه پاک شول
تیره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ بادغیس ولایت "مقر" ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۵ کلي د طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ طالبان ووژل شول او ۱۲ ټپیان شوي دي.
دغو عملیاتو کې د دښمن ۱۵ میله وسلې، ۲۰ موټر سایکلونه، ویجاړ شوي ګڼې سپکې او درنې وسلې هم د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ته ورغلي دي.
همدا راز ۶ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه چې طالبانو بادغیس ولایت په بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.