د ۲۰۱ سیلاب او ۲۰۹ شاهین قول اردوګانو تازه ګمارل شوې قوماندانان وپیژندل شول

د ملي امنیت سلاکار «حمدالله محب»، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، ستر جنرال «محمد یاسین ضیا» او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین ستر پاسوال «عبدالصبور قانع» نن د امنیتي وضعیت د ارزونې، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ستاینې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
همدا راز، د دې سفر په بهیر کې، برید جنرال عبدالجبار وفا د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د نوي قوماندان په توګه او د دې قول اردو د دوهمې لوا قوماندان معرفي کړل.
په ورته وخت کې، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال «شاه محمود میاخیل»، په بلخ ولایت کې تورنجنرال مصطفی وردګ د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان په توګه معرفي کړ او په شمالي زون کې یې د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې.
د ملي امنیت سلاکار، ملي دفاع وزارت او ستر درستیز رهبري تازه ګمارل شوو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه، چې د خلکو د ژوند او مال خوندیتوب لپاره له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي او دښمن ته اجازه ورنکړي چې زموږ د هېوادوالو په وړاندې ترهګریزې کړنې ترسره کړي.