د سرګروپ مولوي بلال په ګډون ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه يې ټپيان دي

s.mohmand

ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د هلمند ولايت په ناوه، نادعلي او نهرالسراج ولسواليو کې د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو د مخنيوي په موخه عمليات کړي.

په پايله کې؛ د وسله والو طالبانو د يوه سرګروپ «مولوی بلال» په ګډون ۸ تنه وژل شوي او ۶ نور يې ټپيان دي.

د هوايي برید پرمهال د وسله والو طالبانو يوه عراده موټر چې زيکويک سلاح ورباندې نصب وه، په بشپړ ډول له منځه وړی دی.

همدارنګه ملي اردو ځواکونو د لويو لارو د چک او کنټرول پر وخت ۳۰ کړۍ د وسايطو او پرسونل ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.