په زابل کې ۱۱ طالبان وژل شوي
تیر سهار، د زابل ولایت، شاه جوی ولسوالۍ د حسن کاریز په سیمه کې د طالبانو یوې ډلې د لویې لارې په اوږدو کې شخصي موټرونه درول او له دوی يې په زور پيسې اخيستې.
د دښمن د دغه ناوړه عمل د مخنیوي لپاره، د هیواد ملي دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ عملیات پیل کړل.
د دې عملیاتو په پایله کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي.
ملي دفاعي ځواکونه به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې لویې لارې بندې کړي او له هېوادوالو څخه په زور پیسې واخلي.