په زابل کې د طالبانو د بریدونو څخه مخنیوی وشو چې په پایله کې ۵۲ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته!
ترهګرو طالبانو د زابل ولایت د «ارغنداب»،«شینکی»،«اطغر» او «شاه جوی» ولسوالیو باندې د بريدونو پلان درلود .
ملي او دفاعي ځواکونو د دغه پلان د عملي کولو د مخنيوي لپاره پر وخت اقدام وکړ چې په پایله په سیمه کې ۲۵ تنه طالبان ووژل شول او ۲۷ تنه یې ټپیان شول.
همدارنګه په دې نښته کې د دښمن سلاح،انفجاریه مواد او ۴ عراده موترسایکلونه ویجاړ شوي دي.