د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد د خوست ولایت د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

s.mohmand
Sat, Jul 18 2020 2:05 PM
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد د خوست ولایت د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست ښاغلي ستر جنرال “اسدالله خالد” د ملي امنیت د لوی ریس جنرال “ضياء سراج” په ملتیا نن د خوست ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه یې د خوست له محترم والي “صدیق پتمن”او ددغه ولایت له امنیتي مسولینو سره لیدنې وکړې.

د دغه سفر په ترڅ کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ښاغلي خالد د خوست ښار له ښاریانو سره له نیږدې وکتل، په ښار کې وګرځید او د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د خوست له ځانکړې قطعې هم لیدنه وکړه او د دوې له لاسته راوړنو او د خوست خلکو ته د امنیت په راوستو کې له کوښښونو یې تقدیر وکړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست دفاعي او امنیتي ادارو او منسوبینو ته لارښونه وکړه چې د خوست د خلکو د امنیت لپاره خپل کوښښونه لاپسې زیات کړي.

Latest news

Sat, Jan 27 2024 4:14 PM
Background image

Reaction of Haiz Fasihuddin Fetrat against Pakistani Military Officials

In response to the recent statements by Pakistani military officials, General , Hafiz Fasihuddin Fetrat  the Chief of the Joint Staff of the Afghan Army, rejected the baseless. . .

Tue, Nov 14 2023 10:44 PM
Background image

Acting Defense Minister Meets With The newly Turkish Ambassador for Afghanistan 

Mawlavi Mohammad Yaqoob Mujahid, Acting Ministry of National Defense met with the newly appointed ambassador of Turkey, Cenk Ünal for Kabul in his office.

Meanwhile, the Acting. . .

Sat, Nov 04 2023 11:15 AM
Background image

The first Deputy Defense Minister visits Torkham to welcome Afghan immigrants

Mullah Mohammad Fazil "Mazloom", the first deputy of the Ministry of National Defense, and his accompanying delegation visited the Torkham to welcome the Afghan immigrants who were. . .

BACK TO NEWS