په پکتيکا کې ۲۹ تنو وسله والو طالبانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې په ملي امنيتي ځواکونو يې بريد وکړ

zia_omid

بيګاه شپه ناوخته وسله والو طالبانو د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالۍ اړوند په مارزکو سيمه کې په ملي امنيتي ځواکونو بريد وکړ.

دغه بريد د ملي امنيتي ځواکونو له خوا د هوايي ځواکونو په ملاتړ له سخت غبرګون سر مخ او په شا وتمبول شو.

پدغه بريد کې ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه مرګوني ټپيان شوي دي او يو جسد ۲۲ موټر سايکلونه او يو شمير مهمات هم د ملي امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په خواشينۍ سره په یاده نښته کې د ملي امنيتي ځواکونو ۱ تن شهيد او ۲ تنه ټپيان شوي دي.