په غزني کې ۱۵ تنو وسله والو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې په ملي امنیتي ځواکونو یې بریدونه کړې وو

zia_omid

تیره ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند د عاشقوال او د اندړو ولسوالۍ اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړې وو.

دغه بریدونه په پوستو کې میشت ملي امنیتي ځواکونو له خوا د سخت غبرګون او ماتې سره مخ شو.

په یاده نښته کې ۱۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان شوي او یو اندازه مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هیره دې نه وي چې د هیواد زړور ملي امنیتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې د خپل هیواد او ولس څخه دفاع ته چمتو دي.