د مارشال محمد قسیم (فهیم) ملی دفاعي پوهنتون خبرتیا
د دولسمو ټولګیو (1397) کال فارغین او د (1398) کال شامیلونو ته، که هغه نارینه وي یا ښځینه او د شرایطو وړ چې مخکې یې د ملې پوځي اکاډمی د کانکور لپاره په خپلو اړوندو کمیساریو کی فورمې اخستې او ډکې کړی دي، خبر ورکول کیږي چي د ملي پوځي اکاډمۍ د کانکور آزموینه د روان کال (1398) د لړم په (23) نیټه د پنجشنبې په ورځ د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون کي چی په قرغه کی موقعیت لري اخیستل کیږي.
هغو فارغانو چې فورمې اخستې، او ډکې کړی وي، د کانکور آزموینی د کارت اخستلو لپاره د روان کال (1398) د لړم میاشتې په لاندنیو نیټو هر یو زون، د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون ته مراجعه وکړي:
د (1398) کال د دوشنبی ورځ د لړم (20) نیټه:
د مرکز زون (کابل، کاپیسا، پروان، بامیان، پنجشیر، وردک ولایتونه ، حربی ښوونځی او ښځینه کاندیدان)
د (1398) کال د سه شنبی ورځ د لړم (21) نیټه:
د ننګرهار زون (ننګرهار، کنر، لغمان او نورستان ولایتونه)
د کندهار زون (کندهار، اروزګان، زابل، دایکندی، هلمند، او نیمروز ولایتونه)
د بلخ زون (بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان او سر پل ولایتونه)
د هرات زون (هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونه)
د پکتیا زون ( پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او غزنی ولایتونه)
د (1398) کال د چهارشنبی ورځ د لړم (22) نیټه
د ټولو ولایتونو غیرحاضران
یادونه:
هر یو کاندید باید د سوالونو د حل کولو لپاره، تور رنګه (0/5) توش قلم له ځان سره ولري.
د آزموینې په ورځ کاندید باید مبایل او نورو اضافي شیان له ځان سره ونلري، د سرغړونې په صورت کی د آزموینې نتیجې به یې بی پایله وي.
او همدا رنګه د کاندید د تګ او راتګ د لاری کرایه او نور مصارف د دوی په خپله غاړه دي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره دغو شمیرو سره په اړیکه کی شی:
د ښوونې او روزنی مرستیال 0202634066
د پذیرش آمر 0202634073
د ثبت او راجستر آمر 0202634075
د پذیرش اجرائیه آمر 0202634077