مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۲۸مه

zia_omid

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د۲۴ ترهګرو وژل کیدل کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۷ ګډ پلان شويتعرضي او چاڼیز عملیات،۷۹ ځانګړي کوماندویي دندې او ۷ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوید له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو۳۸ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۸ تنه نور نیول شوي دي. دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کندز، لغمان، غزني، هرات، لوګر، ننګرهار، بلخ ، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان، د غزني ولایت په مقر او آب بند ولسوالیو کې ۶تنه ترهګر وژل شوي، د سلاح او مهماتو یوه زیرمه له منځه وړل شوې او ۱۶ کیلو ګرامه چودیدونکي توکي، ۱۵ کړۍ ماینونه، یوه بوشکه چاودیدونکي توکي، یوه قبضه راکټ او یوه اندازه مهمات له منځه وژل شوي، یو عراده موترسایکل، ۴پایې دیسکټاپ کمپیوټر نیول شوي د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان، ۳عرادې موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او زیات شمیر سلاح او مهمات لاسته راغلي او د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې ۲ تنه تر هګر وژل شوي او۵ تنه ټپیان او د پنج پدر،بدیع آباد او آباخیلو کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي همدارنګه د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي، د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان ملامنصور وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي، د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر نیول شوي، ۲عرادې موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلي، د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو تن ترهګر ټپي او یو توغندۍ لاسته راغلی، د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر ټپیان او د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي دي. د یاونې وړ ده چې په دغو نښتو کې یو شمیر د ملي اردو زړور سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده.. د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي. دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.