مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۱۳مه

zia_omid

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۳ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۶۴ځانګړي کوماندویي دندې او ۵ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی  د افغانستان  هوایي ځواکونو۹۶ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۳ تنه وسله وال ترهګر وژل او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د لغمان، کندهار، بغلان، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د فاریاب ولایت د قیصار او دولت آباد ولسوالیو کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان، د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ موټر او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

همدا راز د هلمند ولایت د نادعلي، ګرشک، مارجې او سنګین ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان، د وسلو او مهماتو یوه دیپو له منځه وړل شوې، یو موټر او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.