کندهار کې د ۹ خونړیو پیښو مخه ونیول شوه
تېره ورځ طالب ترهګرو د کندهار ولایت شاولیکوټ او پنجوايي ولسوالیو اړوندو سیمو کې د ملکي او پوځي کسانو د نښه کولو په موخه ۹ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.
د دې ماینونو په کشف او شنډولو سره د خونړیو پیښو مخه ونیول شوه او د لسګونه انسانانو ژوند وژغورل شو.