ارزګان کې ۲۶ طالب تروریستان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ, د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ګیزاب ولسوالۍ اړوندو سېمو کې د طالب تروریستانو پټنځایونه او تجمعات په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۶ طالب تروریستان ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز په دې بریدونو کې د دښمن ۵ پټنځایونه، ۱ هاوان د یو اندازه وسلو، مهماتو او چاودیدونکو توکو سره له منځه یوړل شول.