په کندهار ولایت کې د ۸ طالبانو وژل او ټپي کېدل 

s.mohmand


تیره شپه د طالبانو یوې ډلې د کندهار ولایت د "پنجوایي" ولسوالۍ د "یخچال" په سیمه کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه برید ناکامه کړ چې په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول او ۳ تنه نور یې ټپیان شول. 

همداراز ددغه ولایت په "ژیړۍ" ولسوالۍ کې دوه تنه طالبان د یو کړۍ ماین د خښولو پر مهال ددغه ماین د چاودنې په پایله کې ووژل شول.