مارجه کې د وسله والو طالبانو ۹ بريدګرو ته مرګ ژوبله اوښتې، ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې نيول شوي
تيره شپه د وسله والو طالبانو يوې ډلې د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو د بريد پلان درلود.
ملي امنيتي و دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د وسله والو طالبانو د بريدونو مخنيوی کوي.
په پايله کې؛ د هوايي ځواکونو په بريدونو کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور يې ټپيان دي.
د هوايي ځواکونو تر بريدونو وروسته د مارجې ولسوالۍ اړوند تريخ ناور سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلا بنده کيږي او د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يو ميل پيکا، يو قبضه راکټ، دوه لاسي بمونه، اتلس شاژورونه، اته فيره د راکټ مرمۍ، د پيکا يو شريد او دری ايکم مخابرې د عملياتي پرسونل لاسته ورغلي دي.
همدارنګه د وسله والو طالبانو ۵ عرادې موټر سایکل او يو عراده ايکسل موټر له منځه وړل شوي دي.