هلمند کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون ۱۳ تنه ترهګر ووژل شول
د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په اکمالاتي کاروان طالبانو برید وکړ, چې د افغان ګډو ځواکونو په ځوابي برید کې طالبانو د بیت الله په نوم د یوې شبکې قوماندان, رحمت الله ووژل شو.
همدا راز د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي, چې د یو تن جسد یې د جنګ په ډګر کې ترې پاتې شوی او یو کلاشینکوف لاسته راغلی, د دښمن ۱ موټر او ۱ میل پیکا له منځه وړل شوي دي.