په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د جمهور رئیس غني په مشرۍ ارشد امنیتي غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ته ولاړ او په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال محترم امرالله "صالح"، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله "محب"، د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین "ضیآ"، د هرات، فراه، غور او بادغیس واليانو، د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان، د هرات امنیه قوماندان او د ملي امنیت رئیس او نورو اړوندو چارواکو شتون درلود، د لویدیځ زون په ځانګړي توګه د هرات ولایت امنیتي وضعیت وارزاوو.
جلالتمآب جمهور رئیس، لومړی د امنیتي ارګانونو له لوري د لویدیځ زون په تړاو د امنیتي راپور او راتلونکو امنیتي پلانونو له اورید وروسته د امنیتي ارګانونو د هوایي او ځمکنیو ځواکونو له کړنو، اتلولیو او سر ښيندنو ستاینه وکړه او لارښونه وکړه چې د خلکو د ځان او مال د دفاع تر څنګ د لویو لارو، ښارونو او سرحدي ولسوالیو د امنیت د لا ټینګښت په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
جلالتمآب جمهور رئیس امنیتي مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د دفاعي او امنیتي زړورو ځواکونو د شهیدانو محترمو کورنیو ته پاملرنه د حکومت د رهبرۍ په لومړیتوب کې دی او په دې کې به جدي پاملرنه کېږي.