د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له تازه پوځي اتشې سره لیده کاته وکړل

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل" په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له تازه پوځي اتشې، محترم ډګروال "جو بیکر" سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د امنیتي او دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې اترې وکړې.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د امریکا متحده ایالاتو له مرستو او همکاریو مننه وکړه او په بیلابیلو برخو کې د افغانستان او امریکا د مرستو په دوام ټینګار وکړ.