د ستردرستیز توپچي ریاست څخه ۳۰ تنه منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز توپچي ریاست د توپچيBM21 چهل میله څانګې د سرحدي قطعاتو او جزوتامونو ۳۰ تنه منسوبین د ظرفیت لوړونې له یو میاشتني مسلکي زده کړو څخه وروسته د توپچي ریاست مرستیال ملا صدیق الله "مستري" او ګڼ شمېر نور مسؤلینو په شتون کې فارغ شول.

د توپچي ریاست مرستیال ملا صدیق الله "مستري" پخپلو خبرو کې وویل: "د توپچي مسلک د جګړې په ډګر کې مهم رول لري، که چیري د یو هیواد توپچي ځواک قوي وي نو هیڅ هیواد یرغل ته زړه نه ښه کوي؛ پخپلو زده کړو کې خولې تویې کړئ ترڅو د جګړې په ډګر کې مو د وینو تویدلو مخه ونیسي."

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو او دعایه کلام سره پای ته ورسېده.