د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو له لوري ٦٠ میله وسلې او ګڼ شمېر مهمات کشف او ترلاسه شول 

s.mohmand

د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف منسوبینو د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس د ختيځ زون بېلابېلو سيمو کې د عملياتو په ترڅ کې ۱ عراده رنجر ، ۶۰ ميله سپکې او درنې وسلې چې پکې دهشکې، پيکاه، کلاشينکوفونه، ام ۱۶، دراز کوف، تفنګچې او لونداز شامل وو کشف او ترلاسه کړل.

همداراز ۲۵۰ کيلو ګرامه باروت، ۲ ضربه مزايل، ۴ پايه مخابرې، ۲ قابه د شپې او ۴ قابه د ورځې دوربينونه، سلګونه فيره د سپکو او درنو وسلو مهمات، ۸ کړۍ لاسي بمونه، نشه یې توکي او الکترونيکي وسايل شامل دي.