د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي د قوماندانۍ خبرتيا

web_admin
د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض)  حربي ښوونځي د قوماندانۍ خبرتيا

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۴ ښوونيز کال لسم ټولګي ته د پوهنې وزارت د نهمو ټولګیو فارغان او د دیني رسمي مدرسو د نهمو ټولګیو معادل زده کوونکي په لاندې شرايطو مني:

د نوم لیکنې شرایط:

۱-: د پوهنې وزارت د ښوونځيو د نهمو ټولګيو هغه زده کونکي چې کلنۍ آزموینه یې په بریالیتوب سره سرته رسولي وي او د آزمویني تصديق له ځان سره ولري.

۲-: د ديني رسمي مدرسو د نهم ټولگي معادل هغه زده کوونکي چې سند یې د اړونده ولایت د پوهنې ریاست لخوا تائید شوی وي او د لیک لوست بشپړه وړتيا ولري.

۳-: د داوطلبانو عمر له ( ۱۶ تر ۱۸ ) کالو پورې وي ، د تابیعت اصلي پېژند پاڼه ولري ، د بشپړې روغتیا خاوند، مجرد وي ، په نشه یي توکو روږدی او په جنایي جرمونو تورن نه وي ، ډسپلين مننونکی او د افغانستان اسلامي امارت او د حربي ښوونځي ټول قوانين په ځان پلي كړي.

یادونه: داوطلبان کولای شي چې له څلور قطعي عکسونو ، د تابعت اصلي پېژند پاڼې سره د روان کال د کب میاشتې تر ( ۱۰ مې) نیټې پورې د نوم ليکنې لپاره د خپلو اړونده ولايتونو د جلب او جذب كميساريو ته ورشي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره د لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ او یا د ملی دفاع وزارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ. ۰۲۰۲۶۴۸۰۸۱ ۰۲۰۲۶۴۸۰۸۳

Latest announcements

Wed, Oct 14 2020 10:52 AM
Background image

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province, around 01:15 AM last night.

Unfortunately, 9 individuals . . .

Sat, Sep 19 2020 8:30 PM
Background image

Ministry of Defense statement on airstrikes in Khan Abad, Kunduz

This morning, Taliban fighters attacked ANDSF positions in "Nikapaye Sayed Ramazan" area of Khan Abad district in Kunduz province. ANDSF intercepted the attack in accordance with . . .

Back to announcements