د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۴۱۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ٤١٢ تنه ځوان منسوبين د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد "حمیدي" ترڅنګ ګڼ شمېر مسؤلینو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي باز محمد "حمیدي" یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:«له خلکو سره ښه چلند وکړئ، د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د اخوت او ورورولۍ فضا رامنځته او له کبر ،غرور او تعصب څخه ځان وساتئ او در سپارل شوي مسؤلیتونه د شريعت په رڼا کي سرته ورسوئ».

ورته مهال، نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرایطو او د هېواد په هر ګوټ کې خدمت لپاره چمتو دي؛ مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.