د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف چارو رئیس د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي او درېیمې پلې لواءګانو څخه لیدنه وکړه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف چارو رئیس مولوي سیدآغا "ابومقبول عاکف" د خپل سفر په ترڅ کې په کندهار ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند پينځمې سرحدي او درېیمې پلې لواء ګانو څخه لیدنه وکړه. 

مولوي "ابومقبول عاکف" په خپلو خبرو کې د یادو لواګانو مسؤلینو او مجاهدینو ته په خطاب کې وویل:« د اسلامي روحیې د تقویې او د مجاهدینو ترمنځ یووالی او اتحاد راولئ؛ په اسلامي صفونو کې یووالی د دښمنانو د شومو موخو مخه نیسي او په سختیو او ستونزو کې د یو بل ملاتړ د اسلامي ورورولۍ ښکاره بېلګه ده، چي باید په هره کچه دغه ورورولي پیاوړې شي».

دا لیدنه د منسوبینو د معنوي او اخلاقي لوړتیا لپاره د سپارښتنو او لارښوونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.