د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – د ملي پوځي اکاډمي خبرتیا

web_admin
د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – د ملي پوځي اکاډمي خبرتیا

د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – ملي پوځي اکاډمي د (۱۴۰۴هـ،ش) کال لپاره په لاندې شرایطو محصلین مني:

الف: د نوم ليکنې شرایط:
- داوطلبان به په (۱۴۰۲هـ،ش) کال کې د پوهنې وزارت او د حضـرت سعد بن ابي وقاص – رضي الله عنه – د حربي ښوونځی له دوولسمو ټولګیو او د دیني مدارسو له دوولسمو ټولګیو معادل درجو څخه فارغ شوي وي او یا به په (۱۴۰۳هـ،ش) کال کې فارغیږي او د اړونده ښوونځي تصدیق به ولري .
- د داوطلب عمر به له (۱۸ – ۲۲) کلونو پورې وي، د تابیعت اصلي تذکیره، له بشپړې روغتیا او دنګې ونې څخه به برخمن وي، مجرد به وي، په نشه یي توکو روږدی، په سیاسي او جنایي جرمونو به تورن نه وي، ډسپلین منونکی او د اسلامي امارت او د ملي پوځي اکاډمۍ ټول نافذه قوانین به پر ځان عملي کوي، او د درې کلنو نومرو سلنه به یې له (۷۰٪) څخه کمه نه وي او د اوږد مهال لپاره به په اسلامي ملي اردو کې د افسر په توګه د چوپړ هوډ لري .
- د حضـرت سعد بن ابي وقاص – رضي الله عنه – د حربي ښوونځي فارغان کولی شي چې د ټاکل شوې بیعې په بدل کې د آزموینې فورمې د ملي دفاع پوهنتون له قومندانۍ څخه ترلاسه کړي.

ب: د نوم لیکنې بڼه 
- په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي چې د روان لمریز کال د لیندۍ(قوس) میاشتې له (۱۰) نېټې څخه د مرغومي(جدي) میاشتې تر (۳۰) نېټې پورې د مرکز او ولایتونو د جلب او جذب کمیساریو له لارې په آزموینه کې د ګډون فورمې ترلاسه او له ډکولو وروسته یې دې د اړونده ولایتونو د پوهنې ریاستونو له تایید او څلور قطعې عکسونو سره، همداراز د درې کلنو نومرو او د تذکیرې له رنګه کاپي سره د اړونده ولایتونو د جلب او جذب کمیساریو ته وسپاري .

د تحصیل په دوران کې د ملي پوځي اکاډمۍ کې آسانتیاوې:

- په ملي پوځي اکاډمۍ کې ښوونیزه او روزنیزه دوره څلور کاله ده، چې له څلور کاله ښوونې او روزنې وروسته محصل د دوهم بریدمن په پوځي رتبه او د لسانس په کچه فارغوي .
- د زده کړې په جریان کې محصل ته د محصلۍ مناسبه تنخوا، اعاشه، اباطه، قرطاسیه باب، درسي توکي او نور روغتیایي آسانتیاوې برابروي .
- د ملي پوځي اکاډمۍ محصل ته په ښوونیزه او روزنیزه دوره کې سربېره پر پوځي مسلکونو په لاندې اکاډمیکو څانګو کې هم زده کړې ورکول کېږي:
(سیول انجینیري، حقوق، کمپیوټر ساینس، میخانیک انجینیري، اقتصاد، اداره او رهبري، تاریخ او ستراتیژیک، نړیوالي اړیکې، انګلیسي ژبه او فرهنګ) .
د نورو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ او یا هم د ملي دفاع وزارت ویب سایټ ته مراجعه وکړئ:
0202634066
0202634085
0202634042
0202634075

Latest announcements

Wed, Oct 14 2020 10:52 AM
Background image

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province, around 01:15 AM last night.

Unfortunately, 9 individuals . . .

Sat, Sep 19 2020 8:30 PM
Background image

Ministry of Defense statement on airstrikes in Khan Abad, Kunduz

This morning, Taliban fighters attacked ANDSF positions in "Nikapaye Sayed Ramazan" area of Khan Abad district in Kunduz province. ANDSF intercepted the attack in accordance with . . .

Back to announcements