د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ٢٠٣ منصوري قول اردو اړوند د پکتیکا ولایت دویمې پیاده لواء څخه لیدنه وکړه

web_admin

د کورنیو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیفه صاحب سراج الدین (حقاني) په داسې حال کې چې د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام (سعادت) د یاد ولایت داستخباراتو مرستیال او امنیه قوماندان شیخ محمد شریف (حلیمي) یې ملتیا کوله د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند دویمې پیاده لواء له قوماندان مولوي نقیب الله(حامد) او دیادې لوا مجاهدينو سره له نیږدې ولیدل.

یادې لواء قوماندان مولوي نقیب الله (حامد) خلیفه صاحب ته ښه راغلاست ووایه، او له خلیفه صاحب څخه یې مننه وکړه چې د مجاهدینو کارونه او ستونزې یې له نېږدې ولیدل، ورپسې الحاج خلیفه صاحب د مسؤلینو هڅې وستایلې او د ستونزو د حل ژمنه یی وکړه.