د عقیدتي، کلتوري او امربالمعروف رئیس د ۲۱۷ عمری قول اردو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتي کلتوري او امربالمعروف رئیس مولوي سیداغا "ابومقبول" د ۲۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز او دیادې قول اردو له لواګانو او کنډکونو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د عقیدتي، کلتوري او امربالمعروف رئیس مجاهدینو ته په وینا کې وویل ښه اخلاق او چلند خپله موخه وټاکې او له خلکو سره ښه چلند وکړئ، د خپلو امیرانو او مشرانو اطاعت وکړئ ځکه چې د هغوی اطاعت واجب دی.
همدا راز پخپلو خبرو کې یې د فکري او نظامي جګړې توپیر هم بیان کړ: "چې فکري جګړه د مسلمانانو د اسلامي افکارو او مفکورو له منځه وړل، او نظامي جګړه یعنی د کورونو او خلکو له منځه وړل دی.