د ستردرستیز عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف مسؤلینو د هوايي پوهنتون او هوایي مدافعې قوماندانۍ ارزونه وکړه

web_admin

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رئیس مولوي سیدآغا "ابومقبول" د خپلو څېړنو په لړ کې د مرکزي قطعاتو د هوایي پوهنتون او هوایي مدافعې له قوماندانۍ د کارونو ارزونه وکړه.

په دغه لیدنه کې دملي دفاع وزارت ستردرستیز عقیدتي او فرهنګي رئیس په داسې حال کې چې د هوایي پوهنتون قوماندان مولوي عبدالنافع"حقاني" هم حضور درلود، د خپلو خبرو په جريان کې د هیواد هوایي مدافعې قوماندانۍ مسؤلینو او منسوبینو دروند مسؤلیت ياد کړ او له منسوبینو څخه یی غوښتنه وکړه چې د مسلکي کیدو لپاره له هر ډول کوشش او زیار څخه ډډه ونه کړي او د اسلامي نظام او خپلو خلکو په وړاندې له خدمت څخه تیر نشي.

د ستردرستیز عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رئیس د اسلامي عقيدې د ارزښت په اړه وینا وکړه او زیاته يې کړه: د تاريخ په اوږدو کې د ګټونکي پاڼه د مسلمانانو معنوي او عقيدوي قدرت وو، که چیرته موږ خپل ځانونه په دغه سلاح ښایسته کړو هیڅ کله به شکست ونه خورو.

نوموړي په خپلو خبرو کې پیلوټانو ته په خطاب کې وویل: تاسو باید هغو زده کوونکو ته ځانکړې پاملرنه وکړئ چې تاسو ته په امانت در سپارل شوي دي، ځکه پدې امانت کې غفلت کول خیانت بلل کیږي.

همدارنګه د ستردرستیز عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رئیس د فکري او نظامي جګړې توپيرونه بیان کړل، او منسوبین يې اخلاص او د مشرانو اطاعت ته وهڅول.