د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۶۶۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول 

web_admin

د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۶۶۳ تنه ځوان منسوبین چې د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د پوځي اکاډمۍ له پنځلسمې دورې څخه فارغ شوي وو، د توپچي، نشانزني، سرحدي او بېلابیلو مسلکي کورسونو له درې میاشتنیو عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي" د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" او ګڼ شمېر مسؤلینو د ګډون ترڅنګ فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې.

د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد "حمیدي" پخپلو خبرو کې وویل: رجال په دوه ډوله دي یو د الله ج د دین ساتندویان دي چې هغه تاسو یاست تاسو د الله ج د دین ساتنه په اخلاص او صداقت سره وکړئ؛ هیڅکله غفلت درڅخه ونشي پخپل دریځ محکم اوسئ او بله ډله د دین تخریب کوونکي دي چې هغه د شیطان ډله ده له هغو سره مقابله وکړئ ترڅو محکوم شي.

په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته یې چمتوالی وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.