په تېر یو کال کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو منسوبینو سلګونه میله وسلې او نظامي تجهیزات نیولي دي

web_admin

د ۲۰۳ منصوري قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو د تېر یو کال په جریان کې د یادې قول اردو د مسؤلیت په سیمو کې په بیلابیلو وختونو کې د کشفي راپورونو پر بنسټ سلګونه میله بېلابیل ډول سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي تجهیزات نیولي دي.

  په دغه نیول شویو  وسلو او مهماتو کې ۹۷ میله کلاشینکوف، ۲۱ قبضې راکټ، ۹ میله پیکا، ۷ میله زیکویک، ۴میله دهشکې، ۳ضربه هاوانونه، ۲ ضربه ۸۲ ملي متري توپونه، ۱۰ میله (M4)، ۷میله (M16)، ۱۲میله مختلف النوع وسلې، ۳۳قابه بیلابیل ډول دوربینونه او ګڼ شمېر بیلابیل ډول مهمات او نظامي تجهیزات شامل دي.