د عبدالله بن مسعود رض د جگړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۶۱۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامو ۶۱۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د څلورو مسلکي ښوونځيو له بېلابیلو څانګو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د تعلیماتو او پرسونل معنیت مرستیال مولوي بازمحمد «حمیدي» فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: ترلاسه کړې مسلکي زده کړې او اعداد هیر نکړئ او هم یې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته ورزده کړئ؛ همداراز هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې ځانونه د وخت له اړتیاوو سره سم عیار کړئ.
ورته مهال نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې د هیواد له خپلواکۍ ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع او ساتنې ته چمتو یو، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.
د یادولو وړ ده چې تیره اونۍ هم د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له بېلابیلو مسلکي ښوونځيو څخه ۴۳۱ تنه ځوان منسوبین فارغ او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د خدمت په موخه توظیف شوي دي.