په پکتیا او خوست ولایتونو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونيول شول

web_admin

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د دوهمې سرحدي لواء د کشف او استخباراتو منسوبینو له لوري د کشفي راپورونو پر بنسټ د پکتیا او خوست ولايتونو په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات ونیول شول.

په نیول شویو وسلو کې ۲۴ میله  کلاشينکوف، ۵۱ قبضې تفنګچې، ۴ میله ارپیکا، ۵ قبضې راکټ، ۱میل ثقیل، ۲ عدد د شپې دوربینونه، ګڼ شمیر لاسي بمونه او زیات شمېر مهمات او نظامي تجهیزات شامل وو.