وضاحت!
نن ورځ د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک یو بال روسي Mi17 ډوله چورلکه، په غور ولایت کې اوبو ته د لویدلو هیوادوالو د جسدونو راویستلو په موخه چې تېره ورځ په پلنکوچ ډوله موټر کې د هریرود سیند ته لویدلي وو تللې وه، د ژغورلو عملیاتو وروسته د غور ولایت اړوند فیروزکوه ښار کې د تخنیکي ستونزو سره مخ شوه چې په اضطراري ناسته کې له یو دیوال سره لګېدلی او سقوط یې کړی دی.
له بده مرغه په دغه پیښه کې زموږ یو تن هیوادوال شهید او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت رهبري د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ ټپیانو ته د الله جل جلاله له دربار څخه د روغتیا هیله لري.