د حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ خبرتیا!

web_admin

د حضرت سعد بن وقاص (رض) د حربي ښوونځي  قومانداني د (۱۴۰۳) ه .ق ښوونیز کال لپاره (۲۰۰) تنه داوطلبان د هېواد له (۳۴)  ولایتونو څخه یاد ښوونځي ته مني.

د نوم لیکنې شرایط:

1-  د پوهنې وزارت له نهمو ټولګيو څخه هغه فارغ زده کوونکي، چې کلنۍ ازموینه یې په بریالیتوب سرته رسولي وي او د ازمویینې تصدیق له ځانه سره ولري، د حربي ښوونځي لسم ټولګي ته مني.

2-  د دیني رسمي مدرسو د پنځمې درجې هغه فارغان، چې سند یې د اړوند ولایت د پوهنې ریاست له خوا تایید شوی وي او د لیک لوست بشپړه وړتیا ولري.

3-  د داوطلبانو عمر له (۱۶ څخه تر ۱۸) کلونو پورې وي، د تابعیت اصلي پیژند پاڼه له ځان سره ولري، د بشپړې روغتیا خاوند او مجرد وي، په نشه یي توکو روږدی نه وي، په سیاسي او جنایي جرمونو تورن نه وي، ډسپلین منونکی وي، د حربي ښوونځي ټول قوانین په ځان پلي کوونکی او د نمرو سلنه يې له ۷۰ څخه کمه نه وي.

4-  داوطلبان له (۴) رنګه انځورونو سره د روان کال د (سلواغې) میاشتې له (۲۵) نېټې څخه د نوم لیکنې لپاره اړوندو ولایتونو د جلب او جذب قوماندانیتونو ته ورشي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره په لاندې شمیرو اړیکه ونیسئ.

0202648081-0202648083

Latest announcements

Wed, Oct 14 2020 10:52 AM
Background image

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province, around 01:15 AM last night.

Unfortunately, 9 individuals . . .

Sat, Sep 19 2020 8:30 PM
Background image

Ministry of Defense statement on airstrikes in Khan Abad, Kunduz

This morning, Taliban fighters attacked ANDSF positions in "Nikapaye Sayed Ramazan" area of Khan Abad district in Kunduz province. ANDSF intercepted the attack in accordance with . . .

Back to announcements